پکتيا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۵۶
پکتيا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په سرحدي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې تلاش لوبډلې خپلې سيالې تمدن لوبډلې ته د ۱ پر ۰ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په ياد ولايت کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS