پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د ۳۰ تکواندو کارانو ترمنځ د W.T.F تکواندو سیالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري د څمکنيو ولسوالۍ په نويد کلب کې د ۳۰ تکواندو کارانو ترمنځ د " تقوا ته گام " په نوم د W.T.F تکواندو پنځم پړاو سیالۍ وشوې.
يادې سيالۍ، چې د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۵ تنو تکواندو کارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د W.T.F تکواندو ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.