پکتيا؛ مرکز ګردېز کې د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د W T F تکواندو سیالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د تکواندو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز کې د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د يووالي په نوم د WTF تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په کتګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د تنکیو ځوانانو له کټګورۍ پاچا، عزت او خالد د نوي ځوانانو له کټګورۍ بلال، اکرام الله او نجیب الله د ځوانانو له کټګورۍ قسمت الله، شیرالرحمن او عصمت الله په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
