پکتيا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۹ ورزش کارانو ترمنځ د تيږې اچونې سېالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۹:۴۷
پکتيا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۹ ورزش کارانو ترمنځ د تيږې اچونې سېالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۹ ورزش کارانو ترمنځ د تیږې اچونې دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې په موخه ترسره شوې چې په پایله کې یې قاسم شاه لومړی، شاهین دویم او قاري اسدالله درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې د سیالیو په پای کې غوره ورزش کارانو ته ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS