پکتيا؛ دولتزېو لوبډلې د رمضان جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۱:۵۷
پکتيا؛ دولتزېو لوبډلې د رمضان جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په چوڼي سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۱۸ ورځې مخکې پيل شوې وې د دولتزېو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پایلوبه کې دولتزېو لوبډلې خپلې سيالې المصور لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې ليرې والی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

افغان ورزشکار کورش نړۍ‌والو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

د افغانستان کورش ملي فدراسیون لوبغاړي، روح الله نظري د ازبکستان په کوربتوب د ۱۷ کلنو کورش په نړۍوالو سیالیو کې په یوه ماته او یوې بریا سره د برنزو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې له څلور. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۳۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په ايلبولدي کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چهل چراغ لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت بټي کوټ ولسوالۍ په انبار خانې سيمه کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS