په کندهار کې د پارکور ورزشي رشتې استازولي پرانیستل شوه
د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پارکور ورزشي رشته پرانیستله.
د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست آمر حیات الله عتیق، د همدې ریاست پخواني رئیس مولوي ابرار احمد لبیب، د فدراسیونونو مسؤولینو او ګڼ شمېر ورزشکارانو ګډون کړی و.
د کندهار د پارکور اکاډمي مسؤول د کندهار له ورزش ریاست څخه د مننې تر څنګ د کندهار لپاره د پارکور ورزشي رشتې پرانیسته لويه لاس ته راوړنه وبلله.
د پرانیستې مراسمو په پای کې ورزشي نندارې وړاندې شوې او د مسؤولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره رسمأ په کندهار ولایت کې د پارکور رشته پرانیستل شوه.
