په کندهار کې د لسو ښوونځيو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۱۵
په کندهار کې د لسو ښوونځيو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د لسو ښوونځیو تر منځ د مولوي صالح محمد هوتک په نوم د فوټبال سیالۍ د ظاهر شاهي لېسې په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

دغو سياليو ۱۴ ورځې دوام وکړ او په پايلوبه کې د ظاهر شاهي لېسې لوبډلې خپلې سيالې سيدجمال الدين افغان لوبډلې ته په يوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې په‌ پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د‌ورزشي مسوولينو له لوري کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS