په کندهار کې د جنوبي زون په کچه د سلګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پای ته ورسیدې
په کندهار ولایت کې د جنوبي زون په کچه د هلمند، کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو د لسګونو تنو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې دوستانه سیالۍ پای ته ورسیدې.
د پایلوبې په مراسمو کې د هېواد د بدني روزنې او سپورت د دفتر رئیس مولوي فضل الرحمن اسد بري، د کندهار د سپورت او نورو ځایي دولتي ادارو مسۇولینو، ورزشکارانو او له کندهار ښار او ولسوالیو څخه زرګونو نندارچیانو برخه اخیستې وه.
په دې دوستانه سیالیو کې د سوېلي زون د څلورو ولایتونو، چمن او کویټې پهلوانان ولوبېدل.
د سیالیو موخه د ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول، د تجربو شریکول او د ولسونو لپاره د تفریح برابرول وو
