په کندز کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ورزشي فدراسيونونو ملي لوبغاړو ته د‌عصريې وېش پيل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۴۲
په کندز کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ورزشي فدراسيونونو ملي لوبغاړو ته د‌عصريې وېش پيل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له لوري ورزشکارانو ته د عصريې د وېش په دوام په کندز ولايت کې د ورزشي فدراسيونونو په ملي لوبغاړو، د ياد رياست د عصريې د وېش کمېټې د مسول قاري حيات الله رحماني له لوري د عصريې د وېش بهير پيل شو.

دغه وېش څه موده وړاندې په مرکز کابل کې پيل شوی و او ژمنه شوې وه، چې د هېواد ټولو ولايتونو ته به‌ ياده پروسه انتقالېږي او پر ملي لوبغاړو به عصريه وېشل کېږي، چې له نېکه مرغه نن د نوموړې کمېټې د مسول له لوري ياده پروسه په دغه ولايت کې هم پيل شوه.

هېره دې نه وي، چې دغه پروسه به د هېواد په نورو ولايتونو کې هم په همدې ډول مخکې ځي او پر ټولو ملي لوبغاړو به د وېش بهير دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ننګرهار ځواک لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS