په کابل کې د ۱۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې
د هیواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون له لوري د کابل په کچه له ۶۰ څخه د زیاتو کلبونو د ۱۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو په مختلفو وزنونو کې ترسره کېږي او په پایله کې به له تنیکو ځوانانو څخه د کابل په کچه ۲۶ ورزشکاران لومړي او دویم مقامونه ترلاسه کړي او په راتلونکې کې به د کابل په استازولۍ په ملي سیاليو کې لوبېږي.
باید یادونه وشي، چې د دغو سیالیو په مراسمو کې د یاد فدراسیون رهبرۍ، روزونکو، لوبڅارانو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.
