په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې دغه سيالۍ نن په کابل کې ترسره شوې چې د کابل او غزني، ننګرهار، نورستان او کونړ ولايتونو د ٨٠ کلپونو ١٨٠ ورزشکارانو په کې ګډون کړى و. برخه اخیستونکي ورزشکاران په 13 وزن (+48 تر +81) کیلو ګرامه او د تنکیو ځوانانو په کتگوریو کي ټاکل شوي د تنکیو ځوانانو ټیم ته د رسیدو لپاره سیالي وکړي. د المپيک د ملي کمېټې او د بدني روزنې او سپورت عمومي رييس نظرمحمد مطمئن او ورسره مل پلاوي د دغو سياليو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او لوبغاړو ته يې په خطاب کې وويل سپورت د انسان د روغتيا ضامن دی او موږ ټول يې د ودې ملاتړ کوو. په مرکز او ولایتونو کې د سپورت د ودې او پراختیا لپاره هڅه کوم چې ستاسو په اختیار کې له ټولو امکاناتو او وسایلو څخه په سمه توګه ګټه پورته شي. د هېواد د سوک وهنې فدراسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د ځوانانو لوبډلې ته به ۲۶ غوره څېرې وټاکل شي.
