په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۵ - ۱۲:۳۶
په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدېزنی در کابل

دغه سيالۍ چې څو ورځې وړاندې د سوک وهنې فدراسيون په ذال کې پيل شوې وې، نن د لړم په ۱۵ دغوره سوک وهنکو په پېژندلو سره پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمین له د دغو سیالیو په پای مراسمو کې ګډون وکړ او ورزشکارانو ته یې مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل.

په دغو سیالیو کې د کابل ښار څخه ۸۰ کلپونو او کابل په ګډون د غزني، ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو څخه ۱۸۰ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو په کټګورۍ کې او په۱۳ وزنی کټګوریو (+۴۸ څخه تر +۸۱ کیلو ګرامه) کې د کابل د منتخبې لوبډلې لپاره سیالۍ وکړې.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته ۲۶ غوره څېرې وپېژندل شوې .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS