په کابل کې د رزمي ورزشونو ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسېد

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۴۵
په کابل کې د رزمي ورزشونو ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسېد

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د رزمي ورزشونو فدراسیون د (او سپورټ، یوني فایټ او واکو کیک بوکسنګ) ټاکنیزې سیالۍ چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وې نن پای ته ورسېدې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د نوموړي ریاست ورزشي مشاور او د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون رئيس قاري حیات الله رحماني، د همدې ادارې رییسانو، امرینو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد وثیق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو سیالیو بریالیو ورزشکارانو ته مبارکي ورکړه او ويې ویل: هغه ورزشکاران چې په نننیو لوبو کې یې مقامامونه ګټلي، هیله مې دا ده، چې یوه ورځ له هیواد څخه بهر په نورو سیالیو کې ګډون کړي او افغانستان ته ویاړ راوړي. د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس زیاته کړه: افغان ورزشکارانو د چین په اسیايي سیالیو کې تر دې دمه ښه روان دي او په بېلابېلو برخو کې یې پنځو هیوادونو ته ماتې ورکړې ده او تمه شته چې په نورو برخو کې هم ښه وځلېږي.

ښاغلي وثیق زیاته څرګنده کړه چې هڅه کوو د ورزش په برخه کې د ورزشکارانو پر کیفیت او ظرفیت لوړولو کار وکړو، ډېر تمرکز به مو د دوی لپاره د سیالیو په برابرولو وي، چې دا پکې ډېر مهم او بارز رول لري. نوموړي د فغانستان ا.ا.مشرتاته او اړوندو مقامات د ورزش په برخه کې ملاتړي او همکار یاد کړل او ویې ویل: په اوس وخت کې ورزش د پل حیثیت لري او د ملتونو قومونو او ان هیوادونه د پیوستون ښه سبب کېدلی شي.

ده زیاته کړه هڅه کوو چې د نړۍ کوټ کوټ ته افغان ورزشکاران ولېږو ترڅو د افغانستان نوم لوړ کړي، دغه راز نړۍوالو ته وښيو، چې افغانان نه یوازې په انقلابونو کې بریالي دي، بلکې په ورزشي برخه کې هم ښه وړتیاوې لري او ښه ځلېدلی شي“

ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي مشاور او د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون رییس قاري حیات الله رحماني بریالیو ورزشکارانو ته د مبارکۍ ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې د یادو سیالیو لومړی پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او هیله یې وښوده چې د پاتې څلورو سبکونو سیالۍ به هم په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي.

دغه سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د هیواد د ۲۱ ولایتونو د ۷۰۰ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې، په لومړي پړاو کې د (او سپورټ، یوني فایټ او واکو کیک بوکسنګ) سبکونو د سیالیو له پای ته رسېدو سره په یادو سبکونو کې په مختلفو وزنونو کې ۹۹ ورزشکاران د هیواد ملي لوبډلې ته و ټاکل شول.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په دویم پړاو کې به د ( کی ون کیک بوکسنګ، سلف دیفینس، فول کانتکت او هایپکیدو) سبکونو سیالۍ ترسره شي او په یادو سبکونو کې به هم د هیواد ملي لوبډلې ته ۱۴۲ ورزشکارن وټاکل شي.

د یادونې وړ ده چې په پای کې بریالیو ورزشکارانو ته د یاد ریاست د رهبرۍ له لوري ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS