په پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پایله کې ۱۴ تنه غوره ورزشکاران د پکتیا ولایت د پانکریشن فدراسیون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
