په پکتيا ولايت کې دوالیبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوې
د پکتیا ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د واليبال فدراسيون له لوري د مرکز ګردېز ښار او ولسواليو د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د ١٤٠٢ کال د واليبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې د پکتيا پوهنتون په ورزشي جمنازيوم کې دوام لري د پيل لوبه يې د مرکز اړوند بلند منزلو او زرګر کلا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ٣-٢ ميدانونو په توپیر د زرګر کلا لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
دغه سیالۍ چې ١٢ ورځې به دوام وکړي موخه يې د پکتیا واليبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
