په هرات کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۳:۱۹
په هرات کې د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

په هرات ولایت کې د وزلوبې اوونیزې ژمنۍ لوبې پیل شوې.

د هرات ولايت د بدني روزنې او سپورت رئيس مولوي ګلاب الدين خپلواک وايي: دغه سيالۍ د جمعې پر ورځ د هرات ولايت د وزلوبې د فدراسيون له خوا د هرات ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست په همکارۍ پيل شوې او ټاکل شوې، چې دغه سيالۍ به ټول ژمی هره جمعه ګاذرګاه شریفې په میدان کې په اوونیز ډول ترسره شي.

د یادو سیالیو په لومړۍ ورځ او پرانیستې لوبه کې ۲۰ تنو پهلوانانو برخه اخیستې وه.

وزلوبه د افغانستان د خلکو له ملي او دودیزو لوبو څخه ده، چې د ژمي په را رسېدو یې د هېوادو په بیلابېلو برخو کې سیالۍ ډیریږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS