په هرات کې د آزاد مبارزی سیالۍ ترسره کیدل
په هرات کې د آزاد مبارزی سیالۍ ترسره کیدل
جمعه، 28 دلړم د الټیمیکس سازمان د ازادو مبارزو د سیالیو څلورم پړاو چې د «امارت فتحه» تر عنوان لاندې په میرویس صادق جمنازیوم کې ترسره شوی. په دې سیالیو کې ۳۵ ورزشکارانو په ۱۷ روندوکې برخه اخیستې وه چې په پایله کې عبدالهادي نوري خپل پاکستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د دغه پړاو د اتلولۍ جام خپل کړ. په دې سياليو کې دهرات بدني روزنې او ورزش سرپرست رييس محمد حنيف سلطاني، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نعيم الحق حقاني، د هرات ښاروال ملا شرف الدين مخلص او يو شمېر استادانو او ورزشکارانو برخه اخيستې وه. د هرات د بدني روزنې او سپورت ریاست د معلوماتو له مخې، دغو سیالیو ته له پاکستان څخه هم شاوخوا شل تنه ورزشکاران بلل شوي وو
