په هرات ولایت کې د موی تای د اتلولۍ جام ترسره شو

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۸ - ۱۱:۲
په هرات ولایت کې د موی تای د اتلولۍ جام ترسره شو

دا سیالۍ د (ماشومان، تنکي ځوانان، ځوانان او لویان) او مختلفو وزنونو په کتکوری کی ترسره شوی .

چی موخه یې د موی تای کاررانو وده او پیاوړتیا ده .

په دغو سیالیو کې تر ۸۰ زیاتو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

دغه سیالي د افغانستان د موی تای ملي فدراسیون د رئیس ښاغلي حاجي مطیع الله نوري او د دغه فدراسیون پلاوي او د هرات د بدني روزنې او ورزش سرپرست ښاغلي محمد حنیف سلطاني او یو شمیر استادان او وزشکارانو په حضور کې ترسره شوې.

د هرات ولایت د موی تای فدراسیون استازي او مشر ښاغلی سید نورآغا پناهی وویل، د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د موی تای ورزشکارانو د ظرفیت لوړول، د غوره لوبغاړو ټاکل دی .

د سيالۍ په پای کې د سياليو ګټونکو ته په ستاينليکونو، کپونو او مډالونو هم ورکړل شول او د پروګرام په پای کې د هرات د لرغوني ولايت د موي تاي استازي له خوا د قدر وړ استادانو او روزنکو ته د ستاينليک په ورکولو سره مننه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS