په ننګرهار کې د څلورو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسېنګ سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
په ننګرهار کې د څلورو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسېنګ سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو د کیک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لومړي ځل لپاره د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند ورزشي جمنازیوم کې د کابل، ننګرهار، لغمان او پکتيا ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې کابل لومړی، ننګرهار دويم او لغمان ولايت درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د ځوانانو، لويانو او نويو ځوانانو په کټګوري کې ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۴۶
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

BACK TO NEWS