په ننګرهار کې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانو له لوري د پارکور ورزشي نندارې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په لارښوونه د یاد ولایت مرکز جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې د شپږ ولایتونو د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ورزشي نندارې ترسره شوې.
په دغو ورزشي برنامه کې، چې د ننګرهار ولایت په کوربتوب ترسره شوه، د کابل، کاپیسا، پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و، او موخه یې پارکور ورزش ته وده ورکول او د ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول وو.