په میدان وردګ ولایت کې د وزلوبې منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د وزلوبې فدراسیون له لوري د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په چارپسخه ورزشي میدان کې د ۳۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د میدان وردګ ولایت وزلوبې منتخبې لوبډلې ته د غوره چاپندازانو ټاکل او د هېواد په کچه د وزلوبې راتلونکو سیالیو ته د چاپندزانو چمتووالی دی.
په پای کې ۱۲ تنه غوره او پیاوړي چاپندازان د میدان وردګ ولایت وزلوبې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادولو ده، چې د وزلوبې دغه سیالۍ د هرې جمعې په ورځ ترسره کیږي، چې له لیرې سیمو څخه ورته ګن شمېر لیدونکي راځي.
