په لغمان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۹:۱۳
په لغمان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په لارښوونه د فوټبال فدراسیون په همکارۍ د ازادۍ د ورځې په مناسبت د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اریانا کلب او قرغه یي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اریانا کلب لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د لغمان ښار اړوند قلعه سراج باغ په ورزشي لوبغالي کې ترسره کېږي او ۲۳ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS