په غزني کې د ولسوالیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د مرکز اړوند په نوآباد جمنازیوم کې د اتو ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پیل شوې.
د ټورنمنټ لومړی سیالي د خواجه عمري اتحاد او د جغتو د شامردان لوبډلو ترمنځ ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅول، ترمنځ یې یووالی رامنځ ته کول او د ورزشکارانو وړتیاوو ته وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده چې دغه ټورنمنټ به یوه میاشت دوام وکړي.
