په خوست کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۰:۱۵
په خوست کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت مرکز اړوند ازادۍ مېنې په لوبغالي د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د حسيب او اصف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه حسيب لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د درېيو لوبغاړو په زيان ۱۳۳ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اصف لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۰ منډې وکړې او په ۲۳ منډو يې سيالې لوبډلې ته ماتې ومنله.

هېره دې نه وي چې دغه سيالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي او موخه يې له نشه يي موادو سره مبارزه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS