په خوست کې د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د آشي هارا کراټې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۱۴:۱۹
په خوست کې د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د آشي هارا کراټې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مربوط د اشي هارا کراټې فدراسیون په چوکاټ کې د همدې رشتې د دریو کلبونو د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د یاد ولایت په مرکزي کلب کې د آشي هارا کراتې سیالۍ ترسره شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت ورزشي مسولینو، د یو شمېر کلبونو روزونکو، ورزشکارانو او د ورزش یو شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د یادو مراسمو په پیل کې ورزشي مسولینو ګډونوالو او ورزشکارانو ته په خپلو خبرو کې پر سپورټي طرزالعمل او اخلاقو خبرې وکړې زیاته یې کړه: موږ تل هڅه کوو، چې د ورزش د ودې په پار ورته سیالۍ په کلیوالو سیمو کې ترسره کړو. دوی همدا راز وویل، چې دا ډول برنامې به په راتلونکې کې په دوه منده او سیدخېلو ولسوالۍ کې ترسره شي.

ورپسې د محمد یونس اهنګر له لوري ورزشکارانو او ګډونوالو ته د اشي هارا کراټې اړوند سمینار ورکړل شو او د یادې رشتې پر اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

یاد مراسم د کپونو او قهرمانۍ حکمونو په ورکولو او د اباد افغانستان د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS