په خوست کې د جنوبي زون په کچه د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ور ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همکارۍ د ياد ولايت په شېخ زايد جمنازيوم کې د زون په کچه د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
يادې سيالۍ چې څلور ورځې وړاندې په خوست ولايت کې پيل شوې وې، پکې پکتيا، غزني، پکتيکا او د خوست دوو لوبډلو ګډون کړی و او د خوست په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې خوست الف لوبډلې خپلې سيالې خوست ب لوبډلې ته د ۳ـ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې يادې دواړه لوبډلې به له دې وروسته د زون په کچه سياليو کې د جنوبي زون په اسنازولۍ لوبيږي او سيالۍ به ترسره کوي.