په تخار ولايت کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د تخار ولايت تالقان ښار کې د دې ولايت چپاندازانو ترمنځ د دوشنبې په ورځ د لړم په ٢٣نېټه د الحاج محمد داوود فرخاري د زوى د واده په مناسبت د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې چې د پهلوان عبدالفتاح په ځلېدو پاى ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د تخار بدني روزنې او ورزش امريت سره په همغږۍ د وزلوبې فدراسیون له لورې د حاجي محمد داوود فرخاري په ملاتړ د دوو ورځو لپاره په تالقان ښار کې ترسره شوې.
