په بلخ کې د فولرزم، پروفیشنل کیک بوکسنګ او موی تای سیالۍ وشوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۳:۲۱
په بلخ کې د فولرزم، پروفیشنل کیک بوکسنګ او موی تای سیالۍ وشوې

په بلخ ولایت کې د فول رزم ملي فدراسیون له لوري د بلخ ولایت د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ګڼ شمېر مینوالو په منځ کې د فولرزم، پروفیشنل کیک بوکسنګ او موی تای سیالۍ وشوې.

د بلخ ولایت د فول رزم فدراسیون د رئیس نثار احمد فیضي په خبره دغه سیالۍ د بلخ ولایت د ټولو رزمي رشتو ترمنځ وې، چې موخه یې د ځوانو استعدادونو د وړتیاوې لوړول او په سیالیو کې د غوره څېرو په ګوته کول وو.

د سیالیو پیاوړیو لوبغاړو ته یو-یو بایسکيل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

د سیالیو یو تن برخه وال ځوان ورزشکار مجیب الرحمن راسخ د ورته سیالیو له ترسره کېدو څخه خوښي وښوده او په خبره یې، چې موږ د خپلو ورزشي مهارتونو د لوړولو او روغتیا په موخه برخه پکې اخیسې. نوموړي همدارنګه د ځوانانو د هڅونې او ملاتړ په برخه کې د بدني روزنې او سپورت ریاست هڅې د قدر وړ وبللې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS