په بلخ ولایت کې د ګل سرخ په نوم د وزلوبې سیالۍ

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۸:۳۸
په بلخ ولایت کې د ګل سرخ په نوم د وزلوبې سیالۍ

په بلخ ولایت کې د یاد ولایت د ورزش امریت له خوا د بلخ او سرپل ولایتونو د چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

یادې سیالۍ د بلخ ولایت مرکز د حاجي مقیم بای ورزشي لوبغالي کې وشوې.

د یادو سیالیو په پای کې د حاجي قدرت الله محسني په اس صبور پهلوان لومړی مقام او سرور پهلوان د حاجي سرور بای په اس دویم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ په ګډون ځینو شمالي ولایتونو کې د وزلوبې سیالۍ دود ده او د هرې جمعې په ورځ سیمه‌ییزې لوبې کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS