په بادغیس کې د کوچني اختر په مناسبت د رستمي غېږ نیونې دودیزې سیالۍ ترسره شوې
د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د ۹۵ تنو پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږ نیونې دودیزې سیالۍ ترسره شوې.
یادو سیالیو دوه ورځې دوام وکړ چې په پایله کې عجب ګل د ۶۰ کیلو وزن، عبدالخالق د ۷۰، سید عمر د ۸۰، پهلوان شیر د ۹۰ او محمد الدین د ۱۰۰ کیلو وزن اتلولي ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د بادغیس د سپورت آمریت په مدیریت او د بالامرغاب د ځایي ادارې په همکارۍ د زرګونو تنو نندارچیانو په حضور کې ترسره شوې.
