پنجشېر کې د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه لیګ پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جوانان دره لوبډلې خپلې سیالې عقابان پریان لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.