پروان؛ سیاګیرد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
پروان؛ سیاګیرد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیاګیرد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د شېخ علي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شېخ علي لوبډلې خپلې سیالې وحدت سیاګیرد لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د سیاګیرد ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

هلمند؛ کجکي ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د شمالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۸
Background image

بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له تخار، کندز، سمنګان، بلخ، پنجشېر،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په کجران ولسوالۍ کې له مرکز او د کجران ولسوالۍ له کليو څخه د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS