پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د میته B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۰:۳۹
پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د میته B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د میته B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د میته B لوبډلې خپلې سیالې میته A لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول، ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.

په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته بالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS