وګر؛ د مرکز زون فوټبال سياليو کې د کلنګار ځوانانو لوبډلې د اتلولۍ جام خپل کړ
دغه سيالۍ په دوو ګروپونو کې د لسو ټيمونو په ګډون پيل شوې وې چې د کلنګار ځوانانو ټيم پکې لومړى مقام او د پامير ټيم دويم مقام خپل کړ.
د دې ټورنمنټ په پای مراسمو کې د لوګر د بدني روزنې او ورزش مسوولینو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه، د کلنګار ځوانانو لوبډلې لوبغاړی محمد میرویس نوري د ۱۰ ګولونو په وهلو سره د ټورنمنټ د غوره ګول وهونکي جایزه ترلاسه کړه او محمد شیرزاد احمدي د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو.
همدارنګه د کلنګار ځوانانو له لوبډلې شهاب الدین شجاعت د سیالۍ غوره ګول ساتونکی شو اود سنګ شکن لوبډلې ته بيا د اخلاقو کپ ډالۍ شو.
