هلمند کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې مارجې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې خانشين لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې خانشين لوبډلې د ياد هدف د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې اتو ویکټو په توپیر وگټله.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
