هلمند کې د نهو ولايتونو ترمنځ د بست په نوم د غېږنیونې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۳ - ۱۴:۱۱
هلمند کې د نهو ولايتونو ترمنځ د بست په نوم د غېږنیونې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون په همکارۍ او د The Liaison office موسیسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز لښکر گاه ښار کې د نهو ولايتونو د لسو لوبډلو ترمنځ د سويل لوېديځ زون لوبډلې ته د غوره غېږنیونکو ټاکلو په موخه د بست په نوم د غېږنیونې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د کابل بدني روزنې او ورزش رييس مولوي عتیق الله خالد، د ولایتونو د ورزش مسؤلینو، سوداګرو، مخورو، غېږ نيونکو او زر گوونو ننداره چيانو گډون کړی و.

په يادو سياليو کې له کندهار، زابل، هرات، بادغيس، ارزگان، فراه، نيمروز، غور او هلمند الف او ب لوبډلو څخه ۱۰۰ تنو غېږنیونکو په " ۶۰، ۶۵، ۷۰، ۷۴، ۸۰، ۸۵، ۹۰، ۹۵، ۱۰۰، او ۱۰۰ + " وزني کټگوريو کې گډون کړی، چې په پايله کې يې ۴۰ تنه غېږ نيونکي د سويل لويديځ زون لوبډلې ته وټاکل شول او همدارنگه د ولایتونو په کچه هرات ۵ د سرو زرو، ۱ سپينو زرو، ۱ برنزو مډالونو او ۶۴ امتيازونو په تر لاسه کولو لومړی، بادغيس ۲ د سرو زرو، ۲ سپینو زرو، ۴ برنزو مډالونو او ۵۰ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او غور ۱ د سرو زور، ۲ سپينو زرو، ۴ برنزو مډالونو او ۳۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده، چې دغه سيالۍ په کمربندي سبک کې ترسره شوې او دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۷:۳۹
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۴
Background image

کندز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قچي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۴۰
Background image

هرات؛ رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

BACK TO NEWS