هلمند: ريحان لوبډلې د فوټسال سلطنت جام سياليو اتلولي خپله کړه
د هلمند ولايت په مرکز سټار ورزشي جمنازيوم کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سلطنت جام سياليو اتلولي ريحان لوبډلې خپله کړه.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ريحان لوبډلې خپلې سيالې قيس غني لوبډلې ته د ۳_۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د سباوون هاشمي په مالي ملاتړ ترسره شوې او په پای کې غوره لربډلو لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
