هلمند ؛ په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۳۱
هلمند ؛ په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د ناوې ولسوالۍ د ناصرانو په ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ګروپي سيالۍ د علم خان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبه د شير علي او د علم خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د شير علي لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه او په ځواب کې علم خان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۴ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې اتلولي وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۴
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادې سیالۍ په پای کې یو آخرلاق اعلان شو، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز شمل خېلو سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ترک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۰
Background image

سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې. . .

BACK TO NEWS