هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ د شاهین افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شاهین افغان او نوي یارانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شاهین افغان لوبډلې د ۷/۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې نوي یارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې شل ورځې یې دوام وکړ.