هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د زرغون لکي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د زرغون لکي او صفار لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې زرغون لکي لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
په دغو سیالیو کې مير آغا مسلم د غوره لوبغاړي، عزیز الرحمن بدري د غوره ګول وهونکي او حکمت الله د غوره ګول ساتونکي په توګه ونومول شو او ډالۍ یې ترلاسه کړې.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.