هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د څلور لوبډ‌لو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۳۰
هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د څلور لوبډ‌لو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د څلورو خصوصي ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د محمدي خصوصي ښوونځي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د محمدي او شرافت خصوصي ښونځیو ترمنځ د ۲-۲ ګولونو په وهلو سره مساوي شوه، خو په پنالټیو کې محمدي خصوصي ښوونځي د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ په ښوونیزو مرکزونو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS