هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال سوپر کپ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د سوپر کپ په نوم د فوټبال سیالیو اتلولي د صفار لېسې لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبه د د صفار لېسې لوبډلې او کلیوال ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې صفار لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل وو.
