هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په مرکز هزار جفت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د هزارجفت مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د هزار جفت مرکزي او خپلواک ياران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، خپلواک ياران لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۴۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د هزار جفت مرکزي لوبډلې ټاکل شوي هدف د لوبې په درېيم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پور کړ او لوبه یې د اتو ویکټو په توپير سره وګټله.

د ياد سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول و،

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۵۳
Background image

ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د مومندرې ولسوالۍ په تورخم ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ هېواد ته د مهاجرينو د ښه راغلاست په مناسبت د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۲۷
Background image

پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنگ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټېنگ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنگ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۷:۲۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

BACK TO NEWS