هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د "هيله" په نوم د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د فوټبال فدراسیون له لوري د ابو الفتح بستي لېسې په ورزشي لوبغالې کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې د افغان، آشنا، نوآباد، هلمند او مسلم لوبډلې په "الف" ګروپ او سباوون، یاران، پیکان، شمشاد او ځوانان لوبډلې په "ب" ګروپ کې ځاى لري.
د دغو سياليو د پيل لوبه کې د اشنا لوبډلې د ٤-١ ګولونو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې دغه سيالۍ به يوه مياشت دوام وکړي چې نن شنبه به د ياران او سباوون لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
