هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د فوټسال سياليو اتلولي اذان لوبډلې وګټله
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه غازي محمد ايوب خان سپورټي جمنازيوم کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سياليو اتلولي اذان لوبډلې خپله کړه.
د دغو سيالیو په پايلوبه کې اذان لوبډلې خپلې سيالې فرينډ اف سي لوبډلې ته د ۵_۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.
