هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۳۴
هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د میوند اتلانو او ستاره لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو په پینالټي شوټونو کې ميوند اتلانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴_۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS