هلمند؛ هارون پوپل لوبډلې د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په لارښوونه او د یاد ولایت فوټبال فدراسیون له ځايي استازولۍ سره په هماهنګۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ۵۶ ورځنی غوره لیګ د هارون پوپل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
پایلوبې ته هارون پوپل او بارک ټېمېلین لوبډلو لاره وموندله، چې په ټاکلي وخت کې سیالي ۰-۰ مساوي پای ته ورسېده. هارون پوپل لوبډلې د ليګ د نمرو په جدول کې د ۳۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د روان کال غوره لیګ سیالیو لومړی او بارک ټېمېلین مقابلې لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
یاد غوره لیګ، چې موخه يې د جنوب زون سیالیو ته د هلمند لوبډلې غوره کول و او د لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې يې ۵۶ ورځې دوام وکړ.
د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو په خبره، د روان کال تر پایه به د فوټبال ګروپي سیالۍ هم ترسره شي.
د یادونې ده، چې د سیالیو په پای کې غوره لوبډلو، لوبغاړو، ورزشکارانو، مسئولینو او یو شمېر مېلمنو ته کپونه، ستاینلیکونه، مډالونه او نغدي جایزې هم ورکړل شوې.
