هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مينه وال لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې آريانا لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې آريانا لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د يوې ويکټې په توپير يې بريا خپله کړه.
دا سيالۍ د لوبغاړو د هڅونې او د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وکړ.
