هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په خلچ مرکزي لوبغالي کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې نويو ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې سروري اتلانو لوبډلې ته د ۲ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.