هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۴۰
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ناوې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اڅک اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د اڅک اتحاد او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اڅک اتحاد لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د بست ساتونکو لوبډلې په ټولو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې او د ۷۹ منډو په توپير سره يي لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالی رامنځته کول و، چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS